کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اداری مرستیال په کابل کې د ازبکستان له سفیر یادګار خواجه شادمانوف سره د مخه ښې کتنه کې په بېلابېلو برخو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د نوموړی د کړنو قدردانی کړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې یادګار خواجه شادمانوف ویلی، د خپل ماموریت پرمهال یې په دې هېواد کې کوښښ کړی چې په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې اړیکې لا ډېرې پیاوړې شی.
نوموړی زیاته کړې، چې د ازبکستان دولت د اقتصادی او سوداګریزو اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی او د هېواد سوداګر او پانګوال یې په افغانستان کې د کانونو د استخراج او انرژۍ په برخو کې پانګونې ته چمتؤ دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ