د رسنیزو راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د دغه هېواد د پوځی استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د نوی مشر په توګه جنرال محمد عاصم ملک ټاکلی دی چې د دغه استخباراتی ادارې د اوسنی مشر جنرال “ندیم انجم” پر ځای به د روان زېږدیز کال د سپټمبر له ۳۰مې نېټې څخه په خپل کار پیل وکړی. جنرال انجم د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اکتوبر پر ۲۶مه د پاکستان د هغه مهال صدراعظم عمران خان له خوا د آی اېس آی د مشر په توګه ټاکل شوی ؤ.
د پاکستانی پوځی ادارو د ورکړل شویو معلوماتو په حواله ویل شوی چې جنرال عاصم ملک تر دې وړاندې په بلوچستان او وزیرستان په سیمو کې چې د دغه هېواد پوځ او استخباراتو ته خورا حساسې سیمې شمېرل کېږی هم دندې ترسره کړې دی.
بل خوا نوموړی په داسې وخت کې خپله نوې دنده پیلوی چې د پاکستان په ډېرو برخو کې د وسلوالو مخالفینو بریدونه د هرې ورځې په تېریدو زیاتېږی چې په ترڅ کې یې د پاکستان د امنیتی ځواکونو تر څنګ قبایلی مشران، مدنی فعالان او سیاستوالان هم هدف ګرځول کېږی.
د پاکستانی قوانینو او د دغه هېواد د پوځی استخباراتو د دغه خطرناکې ادارې (آی ایس آی) د مروجه نظام پر بنسټ که څه هم دلته او د یادې ادارې په تشکیلاتو کې ځینی غیر پوځی وګړی هم پر لوړو دندو ګومارل کیدای شی خو د دغه ادارې مشر باید پوځی وی او د هغه خطرناکو دندو پر بنسټ چې یاده اداره یې وړاندې بیایی، د دې ادارې د مسؤولیت او مشرتابه دنده هم حساسه ده او د اسلام آباد په نیمه پوځی او نیمه ملکی واکمنۍ کې خورا مهمه ګڼل کېږی.
بل اړخ ته د “آی اېس آی” ادارې نوی مشر پداسې حال کې ټاکل کېږی چې د همدغه مهمې څارګرې ادارې یو مخکینی مشر متقاعد جنرال فیض حمید نیول شوی او د (ټاپ سټی) په نامه د خیانت د یوې دوسیې په تړاو د نوموړی پوځی محاکمه پیل شوې ده.
که څه هم په ظاهره دغه دواړه خبرې (د آی اېس آی د نوی مشر غوره کېدل او د یوه متقاعد مشر محاکمه) شاید سره تړاو و نه لری او دواړه جلا جلا پېښې ښکاری، خو د پاکستان پر سیاست د دغه پوځی استخباراتی ادارې ژورې اغېزې او کنټرول ته په کتو سره به دا اندېښنې ډېرې بې ځایه نه وی چې جنرال فیض حمید د اسلام آباد پر هر تور او سپین واکمن پوځی ځواک له فرامینو او دستوراتو څخه د سرغړونې جزا وینی.
اوس چې په دغه هېواد کې د پوځی دستګاه تر اشراف لاندې د دغه هېواد ملکی حکومت خلاف په دغه هېواد کې د پرله پسې ناکراریو او جګړې لمبې بلې دی، طبیعی ده چې هلته د پوځی استخباراتی ادارې د یوه مشر محاکمه او زندانی کېدل او په ورته وخت کې د همدې ادارې لپاره د یوه نوی مشر ټاکنه د بحث وړ او مهمه موضوع ګڼل کېدای شی.
په ۱۹۴۷ زېږدیز کال کې چې له متحده هندوستان څخه د پاکستان په نامه یو جلا ملک رابېل شو، نو دلته د پاکستان په نامه د نوی جوړ شوی ملک او د انګریز په شیطانی هڅو د جوړ شوی پوځ تر اثر او نفوذ لاندې دی او د دغه هېواد د پوځی استخباراتو اداره ( آی اېس آی) د یو شمېر کورنیو او بهرنیو کړیو په هڅه او هاند ورځ تر بلې پیاوړې کېده چې نه یوازې په کور د ننه په پاکستان کې چې آن د سیمې او ګاونډ په هېوادو کې یې هم اغېزې او اثرات معلومېږی.
په طبیعی ډول که مونږ وغواړو که نه، د افغانستان پر حالاتو، سیاست او امنیت باندې هم د آی اېس آی ادارې اثر او اغېز شته او د دې ځای په ځینو پېښو کې د دغه استخباراتی ادارې اثرات څه د پردې شاه ته او څه په ډاګه او ښکاره معلومېږی چې پر هغو ټولو به بحث دلته ممکن نه وی.خو د دې ټولو سره سره بیاهم په کور د ننه امنیتی پراخه ستونزې او کړکیچونه او په خپله په پوځ او د آی اېس آی په اداره کې د پراخ اداری او مالی فساد را منځ ته کېدل داسې ښکاروی چې نور دغه استخباراتی پوځی اداره هغه پخوانی ځواک او قوت نه لری.
اوس د پاکستان په داخل کې او د دغه هېواد په څنګ او ګاونډ کې حالات یوې خواته، په کور د ننه د دغه هېواد په سرحدی ایالتونو او د ډیورند د استعماری کرښې په اوږدو کې ورځ تربلې زیاتېدونکې نا امنۍ بلې خواته او په سیمه کې د ستر بدلون پر لور روان حالات یې لا درېیم اړخ ته، داسې ښکاروی چې دا ځل به د پاکستان د مقتدرې پوځی استخباراتی ادارې (آی اېس آی) او د دې ادارې نوی غوره کړای شوی قیادت کار له ګڼو ستونزو او ناخوالو سره مل وی او په ټوله کې به جنرال ” عاصم ملک” ته دومره آسانه نه وی چې له دغه ټولو ستونزو او نا خوالو سره په آسانه مقابله وکړای شی. “والسلام”
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ