کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ګمرک ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو د ملاتړ او انکشاف ریاست له لوری د بار وړونکو لاریو تمځای لپاره د جغل اچونې د پروژې چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
د خبرپاڼې له قوله دغه پروژه د مالیې وزارت د ۱۴۰۳ لمریز کال د انکشافی پلان پر اساس د بار وړونکو موټرو لپاره دوه لوی پارکینګونه په بر کې نیسی، چې ټولټال ۴۳ زره ۵۲۶ متر مربع ساحه لری.
خبرپاڼه کاږی، د دې پروژې لګښت څه باندې اته نیم میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یوه خصوصی شرکت له لوری به یې چارې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شی.
د ننګرهار ګمرک رییس ویلی، د یادې پروژې تطبیق به د سوداګرۍ د پروسې په ګړندیتوب او اسانتیا کې مهم رول ولوبوی. نوموړی له قراردادی شرکت څخه وغوښتل، چې د قرارداد ټول شرایط په پام کې ونیسی او د پروژې چارې په معیاری توګه ټاکل شوې موده کې بشپړې کړی.
بل لور سوداګرو او د بار وړونکو موټر چلوونکو د دې پروژې د پیل له امله خوښی ښودلې او زیاته کړې یې ده، چې د سوداګرۍ په بهیر کې به د پام وړ اسانتیاوې ورسره رامنځته شی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ