کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۳۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې افغان حکومت د کابینې په ۱۶مه غونډه کې د برېښنا لېږد چټکتیا، پراختیایی پروژو پلې کولو او د اړوندو وزارتونو همغږی کولو په اړه مهمې پرېکړې وکړې.
په غونډه کې د دولتی شرکتونو لوی ریاست ته دنده وسپارل شوه، چې د برېښنا رسونې بهیر چټک کړی او اړین اقدامات دې ترسره کړی.
د دې ترڅنګ، اداری مرستیال ته هم دنده وسپارل شوه، چې د اوبو او انرژۍ وزارت او برېښنا شرکت استازو سره ناسته وکړی، څو د برېښنا په برخه کې کاری استقامتونه روښانه او همغږی پیاوړې شی.
همدارنګه اقتصاد وزارت ته دنده ورکړل شوه، چې د پراختیایی پروژو پلې کولو لپاره د ټولو ادارو سره همغږی وکړی او د پراختیایی بودیجې لګښتونه او د پروژو پر وخت پلی کولو موضوعات تعقیب کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ