کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۶ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د روان لمریز کال په سلواغې میاشت کې ۲ زره ۴۶۵ بهرنیو وګړو د بندرونو او هوایی ډګرونو له لارې افغانستان ته تګ – راتګ کړی.
د دې ادارې په وینا، له دې ډلې د ۳۶ مېرمنو په ګډون ۱۳۱۱ تنه افغانستان ته راغلی او د ۲۳ مېرمنو په ګډون یو زرو او ۱۵۴ کسان بېرته تللی.
د دې ادارې په وینا، له دې ډلې ۱۹۳ تنو یې د تاریخی سیمو د لیدلو او ګرځندویۍ لپاره او پاتې نورو یې د کار په موخه افغانستان ته سفر کړی دی.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرنی وګړی د نیمزور له بندر، د هرات هوایی ډګر او بندرونو، د تورخم، آقینې او حیرتان بندرونو او د بلخ هوایی ډګر له لارې هېواد ته راغلی دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ