د رسنیزې مبارزې په ډګر کې “ګهیځ”
د پیل نوی پیغام!
دا دی د لوی الله په فضل او کرم د ګهیځ مهالنۍ مجلې لومړۍ ګڼه چې د هېواد د تکړه لیکوالو او
ژورنالیستانو په لیکنو او شننو مزینه ده، د کار کوونکو تر یوه اوږده مزل وروسته د درنو لوستوالو په
لاسونو کې ده.
د ارتباطاتو د علومو ماهرین په دې باور دی چې رسنۍ له هغو ځانګړنو سره چې لری یې په ټولنه کې
د ملی باورونو او ارزښتونو په بدلون کې مهم او عمده رول لرلای شی، رسنۍ کولای شی چې په خپلو
دقیقو او منظمو پلانونو سره د یوې ټولنې د افکارو په بدلون کې مهمه ونډه ولری او د هغوی کړنې او
عملونه اغېزمن او د خپلې خوښې لور ته یې روان کړی. آن ځینو کار پوهانو خو رسنیو ته د ټولنې د
دروازو د ساتوونکی نوم هم ورکړی او د محافظ په سترګه ورته ګوری.
له نېکمرغه په تېره څه باندې یوه نیمه لسیزه کې چې په افغانستان کې نورو اړخونو لږ او ډېر
پرمختګ کړی، تر څنګ یې رسنیو هم وده کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسی په بڼه او محتوا کې د پام
وړ بدلون راغلی، رسنۍ زیاتې شوې او ورسره اطلاعاتو ته د خلکو او ولس لاسرسی هم په مثبت لور
خوځېدلی دی.
خو د دې سره سره، د افغانی ټولنې په ګرم رسنیز بازار کې چې هر چا او له هر لورې د رسنیزو
فعالیتونو هوډ کړی او بل خواته د ټکنالوژۍ ارزانتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسی آسانتیا، د چاپی رسنیو
مینه وال کم کړی دی، د یوې نوې چاپی رسنۍ ایجادول او د هغې خپراوی ته زړه ښه کول آسانه
خبره نه ښکاری.
خو د دې سره سره بیا هم ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې چې د ژمنو او با رسالته ژورنالیستانو او
لیکوالو یوه ټولګه ده، د دې هوډ وکړ تر څو خپل ولس او لوستوالو ته د روان رسنیز بهیر په ترڅ کې
د نویو تحلیلونو او شننو د وړاندې کولو او همدارنګه د ژمن ژورنالیزم لوری ته د خلکو د رابللو لپاره دا
مهالنۍ مجله خپروی، چې دا دی نن یې په عملی بڼه ستاسې درنو لوستوالو او قدرمنو هېواد والو
مخې ته ږدو.
د هر بل نوی اقدام په څېر او د هرې نوې را ټوکېدلې رسنۍ په بڼه به په طبیعی ډول ګهیځ مهالنۍ
هم له ستونزو او نیمګړتیاوو تشه نه وی، خو زمونږ هیله له خپلو قدرمنو هېواد والو، درنو لوستوالو او
د هېواد د رسنیو له سترې کورنۍ، له ګرانو همکارانو او هم مسلکانو څخه دا ده چې د مهالنۍ اداره
له دغو نیمګړتیاوو او ستونزو څخه باخبره او د هغې په لیرې کولو کې ورسره مرسته وکړی او د مهالنۍ
اداره او په ټوله کې د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره ژمنه کوی چې هر مثبت انتقاد او
هر معقول وړاندیز ته به په ورین تندی ښه راغلاست وایی او له منځ پانګې څخه به یې په خپل مخ
په وړاندې مزل کې ګټه اخلی.
په درنښت
اداره
د ګهیځ مجلې لومړۍ ګڼه
گهیځ