کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۴):
د باختر اژانس د راپور له مخې د تازه څلوېښت میلیونه ډالرو بشری مرستو سره افغانستان باندې د اسلامی امارت تر حاکمېدو بیا تر ننه افغانستان سره نژدې دوه ملیارده ډالره بشری مرسته ترسره شوې ده.
که څۀ هم د افغانستان نهه نیم ملیارده ډالره شتمنی کنګل شوې، خو نړیوال بانک هره اونۍ افغانستان سره د بشری مرستو په نوم څلوېښت میلیونه ډالره مرسته کوی.
د راپورونو له مخې د دغو څلوېښت میلیونی نغدی بشری مرستو ۵۱ کڅوړې تر اوسه د افغانستان بانک ته تسلیم شوی دی.
له دغو مرستو څخه یې په سلګونه میلیونه ډالره د افغانستان بانک او د مالیې وزارت د داوطلبۍ له لارې د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره بازار ته وړاندې کړی، تر څو د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت ثابت وساتل شی.
د تېر یو نیم کال په ترڅ کې دغه دوه ملیارده ډالره مرسته په داسې مهال کیږی چې لا هم د افغانستان نوی حکومت د نړۍ هېڅ کوم هېواد له لوری په رسمیت نه دی پېژندل شوی چې له امله یې ګڼ شمېر افغانان له سختو ستونزو سره مخ دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ