ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې د مشرتابه پلاوی او اداره پدې توګه د هېواد د پیاوړی استاذ او ژبپوه، د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو استاد پوهاند احمد شاه “زغم” د مړینی له امله د خپل ژور خفګان مراتب د هغه کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته وړاندې کوی. “انا لله و انا الیه راجعون”
مرحوم دکتور زغم د هېواد او آن د سیمې په کچه یو تکړه لیکوال، څېړونکی، ژورنالیست، ژباړونکی او شاعر ؤ چې ګڼ شاګردان یې روزلی او پراخ علمی خدمات یې ټولنې ته وړاندې کړی دی.
خدای بښلی پوهاند دکتور احمدشاه زغم د حاجی رازمحمد زوی په ۱۳۳۵ کال کې د کابل ولایت د پغمان په ولسوالۍ کې زېږېدلی ؤ چې خپلې لومړنۍ زده کړې د پغمان په ولسوالۍ کې پیل او په ۱۳۵۶ کال کې له نوموړې لېسې فارغ شو.
مرحوم استاد زغم په ۱۳۵۷ کال کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشری علومو پوهنځی ته شامل او په ۱۳۶۱ لمریز کال کې د نوموړی پوهنځی له پښتو څانګې څخه فارغ شو چې بیا په ۱۳۶۲ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی د پښتو څانګې د علمی کادر غړی شو.
خدای بښلی استاد زغم په ۱۳۶۷ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی له پښتو څانګې څخه د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ او په ۱۳۹۶ کال کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی په پښتو څانګه کې د دکتورا زده‌کړې پای ته ورسولې.
خدای بښلی استاد زغم په ۱۳۸۵ لمریز کال کې د کابل پوهنتون د پښتو څانګې آمر وټاکل شو او په ۱۳۹۴ کال کې یې د علمی خدمت مودې تر پوره کولو وروسته د پوهاند علمی رتبه ترلاسه کړه.
نوموړی د خپل علمی خدمت پر مهال ګڼ آثار ټولنې ته وړاندې کړی دی چې ځنې یې ناچاپ او ځینې بیا د چاپ په ګاڼه سمبال شوی دی.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه پداسې حال کې چې خدای بښلی پوهاند دکتور زغم ته د الله تعالی نه جنت الفردوس او د هغه پاتې کورنۍ، شاګردانو او مینه والو ته د زړه صبر او اجر غواړی، د هغه مړینه د افغانستان په علمی او اکاډمیکه ساحه کې یوه لویه او نه جبرانېدونکی تشه ګڼی. روح یې ښاد او جنت یې ځای شه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.