لیکواله: حسینه عارف
زموږ څېړنې زیاتره په دولتی او نادولتی علمی مرکزونو پورې تړلې دی؛ خو په دغو مرکزونو کې که د مونوګراف په کچه وی که د ماسټرۍ د تېزس او که د ترفیع لپاره وی، زیاتره څېړونکی د موضوعاتو له نشت سره مخ دی.
مطلب دا نه دى، چې موضوعات نشته، مطلب دا دى، چې زموږ علمی مرکزونه څېړونکی ته د نوې او ګټورې موضوع لپاره فرضیه نه شی ورکولى.
فرهنګ ته د ګټور خدمت لوى ډګر څېړنه ده. که له خپلو څېړنو سره احتیاط وکړو او د خپلو خلکو او ژبې اړتیا ته مو پام وی، ښایی څېړنه مو ګټوره وی.
زموږ په هېواد کې په ټولنیزه، په تېره د ادبپوهنې په ډګر کې د شلمې پېړۍ تر دویمې نیمایی وروسته ګټور کار شوى دى. که موږ دا لیکنې د کتاب په بڼه چاپ کړو، یو خو به لوستونکى د خپلو علمی هڅو له لوړو ژورو خبر کړو؛ بله، خو لویه ګټه یې لوستونکی ته ده. په دغو لیکنو کې ډېرې داسې پخې لیکنې شته، چې د ادبپوهنې اوسنیو پوښتنو ته اوس هم ځواب ویلاى شی.
د ځینو علمی حقایقو عمر اوږد وی. بیا زموږ فرهنګی پرمختګ هم د نورو ملتونو پرخلاف ورو دى. پر دې بنسټ دغه لیکنې اوس هم راته ګټورې دی.
زموږ څېړنې لوستونکی لولی؛ خو د څېړنو لوری مو د لوستونکو پرځاى څېړونکی او د امتیازاتو اخیستو ته وی. که د څېړنو مخ مو لوستونکو او اړتیا ته واړوو، ډېرې جړې غوټې به پرانیزو او ډېر تت ذهنونه به روښانه کړو.
ښه دا ده، چې دا لیکنې که د یوې ټولګې په بڼه چاپوو، چې موضوع ته پام وکړو او د موضوع له مخې یې وپېیو. مثلا: په ادبی تیورۍ کې موږ کم کتابونه لرو او زیاتره معلومات مو د لیکنو په بڼه خواره واره دی، ځکه راته ځان په دې برخه کې خوار ښکاری. که دا لیکنې له بېلابېلو مجلو، اخبارونو او جریدو راټول کړو، دا تشه به مو څه نا څه ډکه شی. اوس په دې پوه یو، چې ادبی تیوری عمومی موضوع ده؛ نو چې د ټولګې په بڼه د ادبی تیورۍ کومې لیکنې را اخلو، تر دې هم مشخصول به راته ګټور وی. لکه د کیسو د تیورۍ په اړه خپاره مواد ډېر دی؛ خو که د یوه کتاب په بڼه چاپ شی، له لوستونکی سره د کیسې په تخنیک کې مرسته کولى شی.
خو د یوې مشخصې موضوع په سیوری کې د اوسنی وخت د اړتیا له مخې د لیکنو د راټولولو لپاره غوراوى اړین دى:
په اوسنیو ادبیاتو کې څه نا څه بدلون راته وایی چې پخوانۍ تیورۍ چورلټه پر اوسنىیو ادبیاتو نه تطبیقېږی او د داسې لیکنو چاپ راته ښایی پر نوی مهال پېټى ښکاره شی.
له علمی پلوه ځینې پخوانۍ لیکنې داسې هم شته، چې په بیا چاپ نه ارزی او کمزورې دی.
له داسې لیکنو سره هم ښایی چې مخ شو، چې ابهام وی پکې، لیکوال یا څېړونکی پکې پر لوستونکی خپل علم خرڅ کړى وی یا یې پر ادب د یوې ناادبی مفکورې د تطبیق هڅه کړې وی، چې انتخاب یې معقول کار نه برېښی.
له داسې نورو معیارونو هم د لیکنو په انتخاب کې استفاده کولاى شو.
اوس چې د موضوع له پلوه دا لیکنې انتخابوو، ښایی دومره ډېرې لیکنې راټولې کړو، چې په یو ځل یې د چاپ امکان نه وی؛ نو ښه دا ده، چې په ټوکو کې یې وار په وار خپرې کړو او که څوک یې د څېړنیزې موضوع په توګه هم اخلی، نو هغومره دې چاپ کړی، چې امکانات یې ایجابوی، البته په دغه مشخص انتخاب کې له معلومو معیارونو کار واخلو، چې همدې برخه کې د بل چا د کار مخه ونه نیسو.
په یوه موضوع کې نور فرعی موضوعات وی. لیکنې پکار دی، چې په خپلو کې ټینګه موضوعی اړیکه ولری، چې لوستونکى یې له یو بل سره کوشیر کړی او یو کلی تأثر ترې واخلی. مثلا: د لنډې کیسې د تیورۍ په اړه د لیکنو په ټولګه کې د کرکټرایزیشن اړوندې لیکنې په یوه برخه کې، د مکالمو اړوند لیکې بله برخه کې او د راوی اړوند لیکنې په بله برخه کې راټولولاى شو.
د بل چا له خوا د یوه لیکوال د مقالو ټولګه له موږ سره د یوه تأثر په اخیستو کې مرسته نه کوی او ښایی پر لوستونکی د لیکوال شخصیت سیورى وکړی یا نامستقیم د قومپالنې او سمتپالنې د بدبینۍ په دوړو کې سمه استفاده ونه کړاى شوی؛ نو د موضوع له پلوه د لیکنو پېیل بې توپیره موږ د ښو لیکنو راټولولو ته متوجه کوی.
گهیځ