معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل ښار په شاوخوا ۳۰ زره ټولو شویو سوالګرو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

د کابل ښار په شاوخوا ۳۰ زره ټولو شویو سوالګرو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۰ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت له لوري کابل ښار څخه پر راټولو شویو هغو ۳۰ زرو په شاوخوا کې سوالګرو د مرستو د وېش لړۍ پیل شوه، چې تر ارزونې وروسته مستحق ګڼل شوي دي.
د مرستو ترلاسه کوونکي وایي، د دوی لپاره باید دغه ډول مرستې دوامداره شي، څو له کوره بهر د سوال کولو لپاره اړ نه شي.
د سرپرست افغان حکومت په راتلو سره په زرګونه سوالګر له مرکز کابل او ولایاتو څخه راټول شول، چې اوس له مستحقو سره تر ارزولو وروسته د مرستو لړۍ پیل شوې ده.
مسوولین دغو سوالګرو سره د مرستو لپاره په خپلو سوداګرو او پانګوالو باندې غږ کړی، چې د دوی په لاسنیوي کې دې له حکومت سره همکاري وکړي
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس