معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته شوه

له بانکونو څخه د مشتریانو د پیسو ایستلو اندازه زیاته شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۵ نېټه):
د افغانستان بانک تېره ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې انفرادي حساب لرونکي کولی شي تر دې وروسته په اونۍ کې ۶۰۰ امریکايي ډالر چې شاوخوا ۵۰زره افغانۍ کیږي، له خپلو بانکي حسابونو څخه وباسي.
د اعلامیې له مخې د بانکونو مشتریان همدارنګه کولی شي، چې په میاشت کې یو ځل ۲ زره امریکايي ډالر چې شاوخوا ۲ لکه افغانۍ کیږي، له خپلو حسابونو څخه تر لاسه کړي.
تر دې وړاندې د افغانستان بانکونو کې د انفرادي حسابونو لرونکو اجازه نه لرله، چې په اونۍ کې تر ۴ سوو او په میاشت کې تر ۱۲ سوو امریکايي ډالرو زیاتې پیسې له خپلو حسابونو څخه وباسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس