معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / په وړو خبرو غوسه او جنجال، په هېواد کې د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو زېږنده!

په وړو خبرو غوسه او جنجال، په هېواد کې د تېرو څلورو لسیزو ناخوالو زېږنده!

پدې وروستیو کې د هېواد له ځینو ولایتونو داسې راپورونه ترلاسه کېږي چې وګړي د خپل مینځي وړو ستونزو له امله، له یو بل سره وسله والې نښتې کوي او په پایله کې یې د شخړې دواړو طرفونو ته زیان رسي او آن د شخړې د اړخونو ځیني کسان پکې وژل کېږي هم.
پرته له شکه هغه حالات چې په تېرو څلورو یا څلور نیمو لسیزو کې پدې خاوره او دې وطن تېر شول، زمونږ ګڼ شمېر خلک او آن زمونږ بسته کورنۍ یې له اروايي اړخه نا آرامه کړې او کېدای شي یو عمده لامل همدا هم وي چې خلک په وړو وړو خبرو له یو بل سره شخړه کوي او بیا خبره وسله والې نښې او مرګ ژوبلې ته رسېږي.
که ښه ځېر شو د انسانانو طبیعت خدای همداسې خلق کړی، چې د خپل فکر خلاف کړنو په بار_بار تکرار کېدو ورته غوسه ورشي. جذباتي شي، ناسم عکس العمل وښیي او بالآخره په داسې اقدام لاس پورې کړي، چې پایله یې خپله ده ته او ټولنې ته نا سمه او خطر ناکه وخېژي.
غوسه په انسانانو کې یوه زهرناکه منفي جذبه ده، چې کله په انسان باندې حاکمه شي، نو د ټول بدن واک ترې اخلي، ځکه غوسه کوونکی شخص هم ځانته او هم ټولنې ته زیان رسوي.
د اروایي ناروغیو څېړنو دا ثابته کړې، چې د غوسه کوونکي شخص بدن د غوسې په وجه داسې هورمونونه افرازوي، چې هغه د وینې په لوړ فشار، د زړه په حملې او عصبي سکتې غوندې ناروغیو ته زمینه برابروي او کېدای شي د غوسې په حالت کې یو کس پدې نا روغیو باندې اخته هم شي.
د دغو څېړنو له مخې هغه کسان چې په دوامداره توګه غوسه کوي، دوی به د یو باحوصله کس په نسبت دوه ځلې زیات د زړه حملې له خطر سره مخ وي او پر دې سربېره به یې د بدن دفاعي سیسټم کمزوری کېږي چې په پایله کې به دوی کم عمر لري.
پر پورتنیو ستونزو سربېره غوسه د تشویش او ډیپرېشن یا ژور خفګان سبب هم ګرځي، چې خپله غوسه کوونکی ورسره د ژوند په مشکلاتو اخته کېدای شي او په همدې توګه د غوسه کوونکي شخص بل زیان ټولنې ته رسېږي؛ ځکه هغه د خپلې غوسې په وجه په ټولنه کې د شته موجوداتو لپاره هم ضرر رسوونکي ثابتیږي.
د روانې اونۍ په ترڅ کې د رسنیو په راپورونو کې راغلل چې د هېواد په شمال کې د بغلان ولایت په خوست ولسوالۍ کې د یوې ونې پر سر د شخړې له امله دوه تنه ووژل شول خپله همدا قضیه غوسې نه سرچینه اخلي.
ځکه نو زمونږ له نظره ځان او ټولنې ته د دې ډول مخ کېدونکو خطراتو د مخنیوي لپاره څو خبرې اړینې دي:تر ټولو لومړی باید د دې لپاره چې په راتلونکي کې پر خپلو کړو پښېمانه نه شو، د غوسې په وخت کې د درد کنټرول لپاره لاس په کار شو چې تر ټولو ګټوره طریقه ده او په همدې ډول یو شمېر نورې لارې – چارې هم د ارواپوهنې د عالمانو له لوري وړاندیز شوې، چې په کارولو سره یې کېدای شي غوسه کنټرول کړو.
طبیعي خبره ده چې په خوار او جګړه ځپلي افغانستان کې د بلې هرې ناروغۍ په څېر اروایي ناروغۍ هم خورا ډېر خلک له ستونزو او کړاونو سره مخ کړي دي، دغه پېښه چې په بغلان کې د رسنیو له خوا خپره شوه او دې ته ورته په لس هاوو څه چې په سل هاوو نورې ستونزې په یقین چې د کرغېړنې او تپل شوې جګړې زېږنده دي او باید د حل لاره یې هم په هماغه تناظر ولټول شي.
اوس ضروري ده ترڅو دې ټکي ته پام وساتو چې تر لسیزو جګړو وروسته نور د غوسې په وجه ځان او ټولنې ته ضرر ونه رسوو او په همدې موخه په کار ده ترڅو لومړۍ په خپل ځان کې حوصله وروزو.
باید د شخړې او ستونزې د رامنځ ته کېدو پر وخت له منطق او دلیله کار واخلو او که کله کوم کس زموږ له نظر سره همغږی نه ؤ، نو باید په زور پر هغه باندې د خپل نظر د تحمیل هڅه ونه کړو.
په افغانستان کې تر اوږدې او کور ورانونکې جګړې وروسته چې د اکثریت وګړو اعصاب په خپل کنټرول کې ندي، ښه به دا وي چې لومړی له خلکو سره په بې ځایه موضوعاتو بحث ونکړو او بیا په مجلس کې د غوسې پر مهال چوپتیا غوره کړو او کله چې پوه شو چې نور مو چوپتیا له وسه نده پوره او د غوسې د زیاتېدو امکانات لا نور زیاتیږي، غوره ده چې هغه مجلس پرېږدو.
ښه داده چې پداسې حال کې د اسلامي لار ښوونو سره سم د جاهلانو سره د غوسې او جنجال پرځای، پر هغوی سلام واچوو او باید پرېنږدو، چې د غوسې له امله مو عقل، پوهه یا اخلاق تر پوښتنې لاندې راشي. یقیني خبره ده چې که غوسه کمه کړو، نو ژوند به مو راحت او عمر به مو زیات وي.
پای
ـــــــــــــــــــــــ
برای تبصره ها و اخبار بیشتر به کانال خبری تلگرام،تویتر، ویب سایت و صفحه فیسبوک ما بپیوندید ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس