معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نورستان پوهني ریاست د اوسني حکومت ۸ سوه سرتیري دولسم ټولګیو کې جذبوي

نورستان پوهني ریاست د اوسني حکومت ۸ سوه سرتیري دولسم ټولګیو کې جذبوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۰ نېټه):
د نورستان ولایت د پوهني ریاست چارواکي وايي، د پوهنې وزارت په وړاندیز او د رییس الوزرا د دفتر د منظوري په اساس د اوسني سرپرست حکومت هغه سرتيري چې په تېرو شلو کالو کې یې زده کړې نیمګړې پاتې وې، د پوهني وزارت د یو ځانګړي ميکانيزم له مخي په دولسم ټولګیو کې جذبوي.
د نورستان ولايت پوهني ریاست تدریسي چارو مرستيال سید رسول عابد ویلي، په همدي موخه مرکز پارون کې ۳۸۰ تنو غازیانو او مجاهدینو څخه آزموینه اخیستې او په نږدې راتلونکي کې به ختیځ او لوېدیځ نورستان کې هم د آزمویني لړۍ پیل کړي.
د مسوولینو په وینا د آزمویني بریالي کسان به د خپلو سيمو نږدي لېسو ته وروپېژندل شي او د زده کړو څخه وروسته به ورته د دولسم ټولګي د فراغت سندونه ورکړل شي.
د خبر له مخې د آزمویني ګډونوالو له یادي پروسې خوښي څرګنده کړې او د پوهني وزارت د دغې پرېکړې هرکلی یې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس