معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / دفاع وزارت وایي، تېر یوه کال کې یې ۴ زره پوځي وسایط ترمیم کړي

دفاع وزارت وایي، تېر یوه کال کې یې ۴ زره پوځي وسایط ترمیم کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۱ نېټه):
دفاع وزارت وايي، چې د تېر کال په اوږدو کې دغه وزارت د امنیتي او دفاعي ځواکونو شاوخوا څلور زره پوځي وسایط ترمیم دي.
د دفاع وزارت د چارواکو په خبره د زرګونو نورو پوځي وسایطو پر جوړولو هم کار روان دی او په راتلونکو میاشتو کې به له ترمیم وروسته امنیتي او دفاعي ادارو ته وسپارل شي.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو وسايطو کې ټانکونه، زغروال موټرې، پوځي بار وړونکي موټر او رېنجر شامل دي، چې د ملي دفاع وزارت د تخنيکي ټيمونو له خوا په دوو فابريکو کې ترميمېږي.
تر دې وړاندې هم د ملي دفاع وزارت تخنیکي ټیم لسګونه هغه چورلکې او جنګي الوتکې ترمیم کړې وې، چې د بهرنیو ځواکونو له خوا افغانستان څخه د وتلو پر مهال خرابې کړل شوې وې.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس