معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د څه باندي ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسوني یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

غزني کې د څه باندي ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسوني یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین ویلي، چې د غزني په واغظ ولسوالۍ کې ۱۷۴ کورنۍ چې په ۴۸ کلاو کې ژوند کوي، د یونسېف په مالي لګښت د څښاک پاکو اوبو له يوې شبکېڅخه برخمن شول.
د غزني د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوي محمد قاسم امیني وایي، په یادې اوبو رسونې شبکې ۴ میلیونه ۴۸۲ زره ۱۰۵ افغانۍ لګښت راغلی، چې د یونسېف نړیوالې موسسې له لوري پرې شوی او تخنیکي چارې یې د ډاکار موسسې لخوا د یاد ریاست تر نظارت لاندې تکمیل شوي دي.
نوموړی زیاتوي، چې له دغې اوبو رسوني شبکې څخه د اوبو ذخیرې ترڅنګ، ۱ شیردان جومات ته او ۴۸ نور شیردانونه په ۱۷۴ کورنیو وېشلي دي.
د غزني په لرې پرتو سیمو کې تل د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی یوه لویه ستونزه بلل شوې، چې له امله یې په یادو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د نشتوالي له امله د سیمي خلک په بېلابیلو ناروغیو اخته شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس