معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې

سویس کې د افغانستان شتمنۍ ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري۲۶ نېټه):
سویس کې د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې د صندوق غړی شاه محمد محرابي ويلي، چې د دغه صندوق پیسو په تېرو اتو میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالره ګټه کړې.
د محرابي په وینا، دغه ګټه کولی شي د افغانۍ د ارزښت د ثبات لپاره ګټوره تمامه شي.
د افغانستان د شتمنیو د یوې برخې د ساتنې صندوق غړی وایي، دغه صندوق په افغانستان کې د نغدو پيسو له امله رامنځته کېدونکې ستونزې هواروي.
بلخوا سرپرست حکومت یو ځل بیا له امریکا غوښتي، چې د افغانستان شتمني په بشپړ ډول آزاده کړي.
د افغانستان اماني صندوق د ۲۰۲۲ کال په سپتمبر میاشت کې په سویس کې جوړ شو.
په بهرنیو بانکونو کې د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالره کنګل شوي، چې له دې منځه اووه میلیارده یې د امریکا په بانکونو کې ساتل کیږي او واشنګټن د دغو پیسو د درې اعشاریه پنځه میلیارډ ډالرو د ساتنې لپاره په سویس کې صندوق جوړ کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس