معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سیلابونو د بغلان برکې ولسوالۍ څه باندې ۶ زره کورنۍ د څښاک اوبو له نشتون سره مخ کړي

سیلابونو د بغلان برکې ولسوالۍ څه باندې ۶ زره کورنۍ د څښاک اوبو له نشتون سره مخ کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري۲۶ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت برکې ولسوالۍ د لاندې او بره فلول دَرې اوسېدونکي خلک شکایت کوي، چې د وروستیو اورښتونو او راوتو سېلابونو له امله څه باندې ۶ زره کورنۍ په دغه دره کې د څښاک پاکو اوبو له نشتون سره مخ شوي.
د برکې ولسوالۍ اوسېدونکو ویلي، چې د وروستیو سیلابونو له امله د اوبو خوړونه له ریګونو ډک شوي او هاغه دوه ژرندې اوبه چې د غرونو له چینو لاندې او بره فلول ته راتلې، اوس په ریګونو کې ورکیږي او خلکو ته نه رارسیږي، چې دې چارې مېشتې ۶ زره کورنۍ له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د خبر له مخې ځایي مسوولینو بیا ډاډ ورکړی، چې د دوی کسان یادې سیمې ته تللي او د دغو ستونزو د ژر حل لپاره یې یو پلاوی هم ټاکلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس