معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د افغانستان حکومت په سوډان کې د خپلمنځي جګړې د پیل له امله خپله خواشیني ښودلې

د افغانستان حکومت په سوډان کې د خپلمنځي جګړې د پیل له امله خپله خواشیني ښودلې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د فغانستان حکومت په سوډان کې د خپل مینځې جګړې د پیل له امله د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپله ژوره خواشیني ښودلې ده.
په دغه خبر پاڼه کې چې د افغانستان حکومت د مرکزي ویاند له دفتر څخه رسنیو ته استول شوې ده راغلي دي چې د افغانستان حکومت لدې امله سخت خواشني شوی چې زموږ په یوه ورور، مسلمان هیواد کې د مسلمانانو ترمنځ خپلمنځي جګړه نښتې او سوډانی ولس ځوروي.
د افغانستان حکومت د دې اعلامیې په ترڅ کې په سوډان کې د جګړې پر دواړو اړخو غږ کړی چې هر څه ژر د دې پېښې په ابتدا کې ژر جګړه ودروي او د منازعاتو د حل لپاره له سلا مشورو، سیاسي ډیالوګ او حوصلې څخه کار واخلي.
د اعلامیې په بله برخه کې یادونه شوې چې افغان ولس د یوه جنګ ځپلي هیواد او ملت په توګه وایي چې په جګړو کې ملتونه تباه کیږي، حکومتونه کمزوري کیږي او بهرنیو ناروا مداخلو ته لاره هواريږي.
اعلامیه همدا راز څرګندوي چې : “د هغو ستونزو په پرتله چې له امله يې هلته جګړه نښتې، د جګړې اضرار په څو چنده ډيریږي او د هغه هیواد خلکو او حاکمیت ته ګواښونه رامنیځته کوي. ”
په دغه اعلامیه کې همدا رنګه هیله څرګنده شوې چې په سوډان کې د مسلمانو وروڼو ترمنځ اختلافات ژر تر ژره حل شي او د جګړو لاملونه له مينځه ولاړ شي، تر څو د اعلامیې په خبره د هغه هیواد خلک له مشکلاتو څخه وژغورل شي.
د یادونې وړ ده چې د سوډان د پلازمینې خرطوم په ګډون په ګڼو ښارونو کې له تېرو دوه ورځو راهیسې خپل مینځي جګړه پیل شوې چې درانه تلفات هم له ځان سره لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس