معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې د کوچني اختر په مناسبت المپیک آمريت بېلابېلې لوبې جوړوي

زابل کې د کوچني اختر په مناسبت المپیک آمريت بېلابېلې لوبې جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل المپیک آمریت خبر ورکړی، چې د زابلیانو لپاره د اختر د ښه لمانځلو او تفریح لپاره په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو رشتو لوبې جوړوي، چې د زابل ترڅنګ به نور ولایتونه هم ورته دعوت کړي.
د زابل المپیک آمر ویلي، چې د دوی د آمریت په نوښت به د اختر شپو_ورځو کې له دریو تر څلورو فډراسیونو برخه کې پروګرامونه ولري، چې د غېږ نیونې، والیبال، نېزه بازۍ او رزمي برخه کې ورزشي فعالیتونه د اختر په شپو_ورځو کې ترسره شي.
مسوولینو ویلي، مرکز کې د غېږ نیونې سیالیو لپاره به له کندهار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه غېږ بازان راځي، چې کوربتوب یې زابل کوي.
دی دغه راز ویلي، چې شاجوی کې به د نېزه بازۍ لوبې ترسره شي، چې له غزني، پکتیا، پکتیا او خوست څخه به ګډون کوونکې ورته ورشي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس