معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تورخم کې د قیمتي ډبرو او قدیمي کتابونو د قاچاق مخه نیول شوې ده

تورخم کې د قیمتي ډبرو او قدیمي کتابونو د قاچاق مخه نیول شوې ده

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۸ نېټه):
د گهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم کمیسارۍ د کشف آمريت کارمندانو ۲۵جلده تاریخي قدیمي کتابونه او ۷۵۰ ګرامه د پاسه یو کیلو بېلابېل ډوله قیمتي ډبرې چې پاکستان ته قاچاق کېدلې، نیولي دي.
د کشف آمر په خپلو خبرو کې تاييد کړې، چې دغه نیول شوي قاچاق کېدونکي توکي پاکستان ته قاچاق کېدل.
د دوی په خبره د اثارو او قیمتي ډبرو ترڅنګ پاسپورتونو، ویزو او ډالرو ته هم چې هېواد څخه وتل یې ممنوع اعلان شوي وي، په هېڅ ډول د وړلو اجازه نه ورکوي.
د ده خبره چې کۀ د دغو ناقانونه کړنو ترسره کوونکي ونیول شول، جدي قانوني چلند به ورسره کیږي او عدلې ارګانونو ته به سپارل کيږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس