معماری

د روانې اونۍ په پیل کې چې افغانان د نورې نړۍ د مسلمانانو په څېر د نېکمرغه کوچني اختر په لمانځلو بوخت وو، له امریکا څخه خپرېدونکې “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې د پنتاګون د یوه محرم سند په خپرولو سره ادعا وکړه چې ګواکې افغانستان یو ځل بیا د دوی په خبره د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی دی او د سیمي او نړۍ هېوادو ته په یوه ګواښ بدل شوی دی.
د دغه سند، جزییات چې د “واشنګټن پوسټ” ورځپاڼې خپاره کړي په ډاګه کوي چې په افغانستان کې د “داعش” ډله په ځانګړي ډول هڅه کوي تر څو د سیمې او آن نړۍ په کچه بهرني سفارتونه، سوداګریز مرکزونه، کلیساوې او د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په نښه کړي.
که د دې خبر له جزییاتو او تفصیل نه تېر شو او یوازې د یوه استخباراتي راپور په سترګه ورته وګورو، نو دومره مهم نه برېښي، داعش یا اسلامي دولت په نامه جوړه کړای شوې ډله، عموما دا کارونه کوي او د لویدیځوالو او په تېره بیا د امریکایي ګټو د په نښه کولو تر نامه لاندې، د هر ډول هڅو ترسره کولو هوډ هم لري.
خو بل اړخ ته که د پنتاګون د دې پټ راپور د افشا کېدو پروسه او بیا د راپور تفصیل او د داعش ډلې د پلان دغه برملا کېدو ته ځېر شو نو دلته بیا سړی پوهېږي چې هغه د کلیوالي متل خبره تر کاسې لاندې نیم کاسه شته ده!
که څه هم د افغانستان د حکومت رسمي ویاند ذبیح الله مجاهد د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د دې افشاګرۍ په غبرګون کې وویل چې داعش ډله په افغانستان کې په بشپړه توګه سرکوب شوې او د بشپړې نابودۍ په حال کې ده، خو د سیاسي چارو کارپوهان او شنونکي بیا د پنتاګون د دې محرم!! راپور تر شا څه داسې شیان ګوري چې یقینا اسلامي نړۍ او زمونږ د څنګ او ګاونډ سیمې هېوادو ته یې د خطر یو زنګ بللای شو.
تر ټولو لومړی خو د امریکا د مهمو ادارو؛ لکه: پنتاګون او سې آی اې، د دا ډول محرمو او پټو راپورونو د افشا کېدو لړۍ ده چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له خونړۍ پېښې را نیولې بیا تر ننه چې امریکایي نیواکګرو ځواکونو په ظاهره زمونږ خاوره او ملک پرې اېښی دی هم، همداسې دوام لري، چې دا په خپله د هر هوښیار سړي په ذهن کې لسګونه پوښتنې را ولاړوي.
بیا که د شک او یقین تر دې اوږدې ارزونې هم ها خواته ور واوړو، د دغه فاش شوي محرم سند منځپانګه او د هغه ځایونو او هېوادونو نومونه دي چې د دې محرم!! سند په قول داعش ډله غواړي هغه په نښه کړي!
همدارنګه په یاد فاش شوي محرم سند! کې چې د “ډیسکارډ” په نامه یوې خواله رسنۍ خپور کړی او بیا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې تر لاسه کړی، ویل شوي چې افغانستان د داعش ډلې د فعالیتونو د همغږۍ په مرکز بدل شوی او د دوی په خبره دغه ترهګره ډله په اروپا، آسیا او امریکا کې د بریدونو پلان لري.
دې ټولو ته په کتو له ورایه ښکاري چې د نړۍ تور استعمار بیا دلته په افغانستان او سیمه کې د یوې شومې او کرغېړنې لوبې د لوبولو پلان لري او په همدې موخه هم ده چې زمونږ له هېواد څخه یې تر شل کلن فزیکي حضور وروسته او له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو تر اېستلو وروسته، غواړي په یو بل ډول خوار او ځپل شوی افغان ولس وځپي او په سیمه او ګاونډ کې امریکایي ګټو ته نور پټ او ښکاره ګواښونه هم په نښه کړي.
اوس که کوم کس یا کوم هېواد یا کومه سیاسي او پوځي ډله پدې تش ګومان تېروزي چې شیطانه امریکا به نور په افغانستان او د سیمې په نورو اسلامي هېوادو کې امن راتلو ته لیوالتیا ولري، نو دې ته بیا د هغوی له خام خیالي او د سیاسي درک او شعور له ضعیف والي پرته بل څه نشو یلای.
د تېر تاریخ ترخو تجربو ثابته کړې چې لویدیځه استعماري نړۍ په ټوله کې او په تېره بیا امریکا هېڅکله له مسلمانانو او اسلامي هېوادو لاس نه اخلي او نه دا امکان لري چې هغوی دې په وسلو سمبال او پرمخ تللی اسلامي هېواد د سیمې او نړۍ په نقشه کې په آرامه پرېږدي.
دا هم جوته ده چې پر نورو سربېره زمونږ په ګاونډ کې پراته د مینځنۍ آسیا مسلمان مېشتي جمهوریتونه چې په رسمي او غیر رسمي بڼه زمونږ په سیمه او آن د نړۍ په کچه د امریکایي ابرځواک د سیاسي او پوځي رقیب روسیې ملاتړي ګڼل کېږي، هم د روسیې د پلویتوب له اړخه او هم د انرژۍ د بې سارې زیرمو درلودو له اړخه د شیطانې امریکا له سترګو پټ ندي.
په همدې ترتیب په آسیا کې د اتومي وسلې درلودونکی زمونږ بل ګاونډی پاکستان چې متأسفانه سیاستوال او واکمن یې د لویدیځوالو هر ډول ته ځان خولې کوي، هم په هېڅ صورت د امریکا له شیطانو سترګو پټ نشي پاتې کېدای.
لنډه دا چې دا ټولې نښې نښانې او د امریکا د څارګرو ادارو دغه ډول پټ او ښکاره راپورونه، د شنونکو او کارپوهانو له نظره د خطر هغه زنګونه ګڼل کېږي چې زمونږ په سیمه او ګاونډ کې د یوې بلې خونړۍ لوبې د پیل خبر ورکوي.
دا هم طبیعي ده چې زمونږ په څنګ او ګاونډ کې د نورو په دغه پیل کړې شومه لوبه کې مونږ هم اغېزمن کیدای شو او دا هم امکان لري دا اغېزمن توب د شوروي او امریکا تر اشغال او تپل شوې جګړې زمونږ لپاره ناوړه پایلې ولري.
دا چې پداسې یوه وضعیت کې مونږ ته څه کول په کار دي او څه ډول باید په خپل چم او ګاونډ کې د نورو د اهدافو او ګټو لپاره پیل شوې جګړې څخه تر هغه حده ځان وساتو، شاید د دې کرښو له توان څخه بیرون خبره وي، خو په یوه ټکي کې ویلای شو چې له تېرو تجربو څخه پند اخیستنه، شاید وکولای شي مونږ له ګڼو ستونزو او ناخوالو وژغوري.
والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس