معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ننګرهار پۀ ملکي او نظامي ادارو کې د لیک لوست ټولګي جوړېږي

د ننګرهار پۀ ملکي او نظامي ادارو کې د لیک لوست ټولګي جوړېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ننګرهار ولایت پوهنې رياست لخوا د ننګرهار په مختلفو رياستونو، ملکي او نظامي ادارو کې د لويانو، کم لوستو، نا لوستو او اجيرانو لپاره د ليک لوست ټولګي جوړېږي، چې په لړ کې یې نن د یاد ریاست د سواد زده کړې برنامې آمر د یوه پلاوي په ملتیا د ننګرهار مستوفي مولوي محمد فاروق انصاري پشه يي سره وکتل او د سواد زده کړې برنامه يې په مختصر او جامع شکل هغوی ته تشريح کړه، څو په مستوفيت کې هم د يادو کسانو لپاره يو ټولګى جوړ کړي.
د ننګرهار مستوفي مولوي انصاري د پوهنې رياست د فعاليتونو د ستایلو ترڅنګ له هغوی مننه وکړه، چې د ننګرهار مستوفیت د نالوستو کسانو د ظرفیت لوړونې برنامه جوړوي او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سرپرست افغان حکومت په راتګ سره د دوی ډېری عسکر او بېلابېل غړي له تعلیم او زده کړو لرې پاتي، چې د روانو چارو د څارونکو په باور دغه ډول ټولګي د دوی د زده کړې د رشد په برخه کې اغېزمن تمامېدلای شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس