معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د اساسي قانون د جوړېدو پر طرحې کار روان دی

د اساسي قانون د جوړېدو پر طرحې کار روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت ویاند ويلي، چې د حکومت لخوا یې د اساسي قانون د جوړولو پر طرحې کار روان دی.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال حکومتولي د شرعي احکامو پر بنسټ مخته وړل کیږي.
د حکومت ویاند زیاته کړې، چې سرپرست افغان حکومت د اساسي قانون له تشې سره مخ نه دی.
بل لور ته د سیاسي چارو ځيني شنونکي بیا هېواد کې اساسي قانون شتون یوه اړتیا ګڼي، چې په خبره یې پر مټ یې ورځنۍ چارې او خلک په منظمه بڼه مخته ځي.
هېره دې نۀ وي چې د تېر جمهوري حکومت اساسي قانون چې ۱۶۲ مادې او ۱۲ څپرکي یې لرل، د اوسني سرپرست افغان حکومت په بیا واکمنېدو سره لغوه شو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس