معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان سفیر د چین له ځانکړي استازي لیدلي

افغان سفیر د چین له ځانکړي استازي لیدلي

کابل-گهیځ نیوز( ۹ ثور ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې چین کې د افغان سفارت سرپرست د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره د هېواد په اړه پر سيمه ييزو او نړيوالو جوړېدونکو غونډو او د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ پر درې اړخيزو ناستو خبرې کړې دي.
په بېجېنګ کې افغان سفارت تېره ورځ د یو ټویټ په کولو سره ویلي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه پر سیمه ییزو او نړیوالو جوړېدونکو غونډو او د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ پر درې اړخیزو ناستو او نورو اړوندو مسایلو مفصلي خبرې وشوې.
افغان سفیر د نشه يي توکو په کښت او قاچاق بندیز، د روږدو په درملنې، هېواد کې د امنیت راتلو، په صادراتو او وارداتو کې زیاتوالی، د پولي واحد ثبات، له ګاونډيانو سره ښې اړيکې او ټرانزيټي اسانتياوې د سرپرست حکومت د تېرو څه کم دوو کلونو لاسته راوړنې یادې کړي دي.
د خبر له مخې دغه لیدنه کې د چين ځانګړي استازي يوشيا هم یادونه کړې، چې باید له لاسته راغلو فرصتونو استفاده وي او پرې نښودل شي، چې دغه فرصتونه ضايع او له لاسه ووځي.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس