معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

زابل کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه

کابل-گهیځ نیوز( ۹ ثور ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د لومړي ځل لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه، چې د سوداګرو په وینا، د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت صادرات د پخوا په پرتله ډېر شي.
د زابل د سوداګرۍ خونې د پرانیستلو په مراسمو کې چې یو شمېر چارواکو او سوداګرو ګډون درلود، د سوداګرۍ خونې رییس ویلي، د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت د سوداګرو او دولتي چارواکو ترمنځ همغږي زیاته شي او ترڅنګ به یې د نړیوالو پانګوالو سره د اړیکو او سوداګرۍ لار هم پرانیستل شي.
د نوموړي په وینا له دغو جارو سره به سوداګر وشي کړلای چې په ښه توګه تجارت ته لاسرسي پیدا کړي.
زابل چې د هېواد یو شمېر نورو ولایاتو په څېر یو کرنیز ولایت دی، د کرنې په برخه کې خپل ځانګړي محصولات لري، چې اوس یې هم یو شمېر محصولات د هېواد نورو ولایاتو او بهرنیو هېوادونو ته صادریږي.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس