معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کابل_کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې به ډېر ژر پیل شي

د کابل_کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې به ډېر ژر پیل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۹ نېټه):
د ټولګټو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، چې د کابل_کندهار لویې لارې د جوړېدو او اساسي ترمیم چارې به ډېر ژر پیل او په څو برخو کې به بشپړې شي.
دغه وزارت په اعلامیه کې د سرپرست وزیر له قوله ویلي، چې د کابل_کندهار د لویې لارې د جوړېدو او اساسي ترمیم چارې روانې دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست د دغه وزارت د مرکز او ولایتونو رییسانو ته لارښوونه کړې، چې د خلکو د ټرانسپورټي ستونزو د حل او د سړکونو د ساتنې او مراقبت په برخه کې اساسي کار وکړي، څو خلک په اسانه تګ_راتګ وکړي.
د کابل_کندهار لویه لار د هېواد له مهمو سړکونو څخه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او چاودنو له امله سخت زیانمن شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس