معماری
خانه / ګهیځ نیوز / زابل کې د باسیکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

زابل کې د باسیکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل اطلاعاتو کلتور او ورزشي آمریت له لوري د زابلي ځوانانو لپاره د باسیکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې، چې له مرکز کلات څخه ۳۰ د باسیکل ځغلونې لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
د زابل اطلاعات او کلتور رییس د دې سیالیو په جوړولو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې ياد ریاست د ځوانانو چارو عمومي مديريت له لوري نورو برخو کې هم ځوانانو ته پروګرامونه لري.
د زابل د ورزش آمر بیا ویلي، چې نننۍ لوبې د دوی او اطلاعات او کلتور ریاست له لوري په ګډه جوړې شوې وې، چې له مرکز کلات څخه ۳۰ لوبغاړو ګډون په کې کړی وو.
د خبر له مخې کریم الله او ضیا محمد د دې سیالیو لومړی او دوهم مقامونه ترلاسه کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس