معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سوډان کې د جګړې ښکېلو لورو اوربند ته چمتوالی ښودلی

سوډان کې د جګړې ښکېلو لورو اوربند ته چمتوالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۰ نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د سوډان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي فولکر پیرټس بیل رویټرز خبري آژانس ته ویلي، چې په دغه هېواد کې د جګړې دواړو غاړو اوربند ته تیاری ښودلی.
دوی ویلي، چې د سوډان په جګړه کې ښکېلو خواوو دې ته چمتوالی ښودلی، چې خبرې_اترې وکړي.
د دغو رسنیو د خبر له مخې دواړو غاړو منلې چې جګړه دوام نه شي موندلی او نه هم د کوم لوري په ګټه تمامېدلای شي.
د رویټرز د خبر له مخې، دواړو لورو د جګړې پر درېدو هوکړه کړې او د خبرو لپاره یې خپل استازي هم معرفي کړي دي.
که څه هم په دې اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې د دواړو لورو ترمنځ د مذاکراتو ځای د سعودي جده او د سوډان جوبا ښارونه وړاندیز شوي دي.
په سوډان کې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د واک پر سر د ملېشه‌ ځواکونو او پوځ ترمنځ نښتې پیل شوي، چې په پایله کې یې تر اوسه سلګونه کسانو ته مرګ_ژوبله اوښتې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس