لیکوال: د بغلان پوهنتون استاذ ګل رحمن رحمانی
د یوې ژبې په زده کړه کې څلور مهارتونه ډېر مهم او بنسټیز رول لری؛ اورېدل، لوستل، لیکل، ویل یا خبرې کول. د کارونې له اړخه ښایی له یادو څلورو توکو تر ټولو اسانه او د ډېرو د انتخاب وړ ټکی ویل وی، ځکه د پښتنو د دې متل له مخې چې ((په خدای او خبرو کې هر څوک حق لری)) هر څوک خبرې کولای شی او د بیان ازادی لری، خو د بیان له دغه ازادۍ یا حق څخه د ((لیکل)) اصل په برخه کې عملی ګټه اخیستنه ولې ګرانه ده؟
یا په بل عبارت، کله چې چا ته یو څه بیانوو، نو په شفاهی ډول یې ډېر په راحت او ښه تفصیل سره بیانولی شو، د بیان پر مهال یې زموږ حالت عادی وی، د کوم فشار، وېرې، بې جرئتۍ او مخاطب څخه د تېښتې احساس نه کوو، خو کله چې څوک را څخه وغواړی، همدغه وینا یا بیان په لیکلی ډول ورته وسپارو، نو بیا دا کار راته د غره په شا کول ښکاری او ګرانه ده چې لیکنه مو د بیان په څېر مفصله او روانه وی.
د لیکوالۍ په ډګر کې نږدې ټول تازه کاره لیکوال له دې ستونزې سره مخ دی، ډېر ځله یې قلم او کتابچه را اخیستی وی، یا په کمیپوټر کې د وورډ پاڼه خلاصه کړې وی، خو د ساعتونو په تېرېدو هم د خپل غوره کړې مطلب یا موضوع څو کرښې نه شی لیکلی، ددې برعکس بیا که کمپیوټر له مخې لری کړی او غواړی چاته ووایی چې دا موضوع په دې ډول لیکم، خو نه یې شم لیکلی، نو د بلبل په څېر لګیا وی، په روانه او خوږه ژبه خبرې کوی، خپل سرګذشت او نور موضوعات په دومره مهارت سره بیانوی چې ته به فکر کوی چې له کاغذ نه یې وایی، خو که له مشورې وروسته بیا ورته د لیکنې د پیل سپارښتنه وشی یعنې خبره له اقراء (ولوله) نه اکتب (ولیکه) ته شوه، بیا یې ځان ته پام کېږی او په وچ زور سره به ځان سانسور او له خپلې لیکنې سره نا اشنا کوی.
ځینې پوهان او لیکوال بیا په ډاګه وایی چې زه د وینا سړی یم، لیکوال نه یم، ما په قلم او لیکنه کې مه محدودوئ، دا کار باید بل څوک وکړی چې دا کار شوی هم دی، په پښتو ادب کې څو داسې کتابونه شته چې ویناوال یې هر څه یوه لیکوال ته ویلی او هغه بیا د امانت په رعایت سره کټ مټ لیکلی دی، داسې لکه څوک چې د چا راډیویی یا ټلویزیونی شفاهی وینا متن ته اړوی.
ښایی دا به ډېره استثنا وی چې د لیکوال د وینا او لیکنې ژبه به سره مساوی وی، ځوان لیکوال نبی الله امیل (په وینو سرې جامې کتاب لیکوال) همداسې یو څوک ؤ، ده د پوهنتون پر مهال خپلې ټولې لنډې کیسې په یاد وې، په بل عبارت لنډه کیسه یې په شفاهی ډول وړاندې کوله، له متن سره به یې هېڅ توپیر نه ؤ، تا به ویل چې د کتاب له مخې یې وایی.
له دې ستونزې څخه ډېرو لیکوالو د راوتلو هڅه کړې ده او د بیا بیا تکرار په سبب کامیاب شوی هم دی، خو ډېر داسې نور شته چې ددغه کامیابۍ خواږه یې نه دی څکلی، سخت ځورېږی او په سبب یې د لیکوالۍ په ډګر کې یې ځان نه دی را څرګند کړی.
یو لامل یې دا دی چې دوی بیا هم په لوی لاس ځان ته د کلمو، ترکیبونو او ګرامری نا اشنایی داسې جنجال جوړ کړی دی چې خپله هم خپله دغه نا اشنایی او سرګردانی حس کوی، فکر یې دا وی چې ممکن لوستونکی دده په څېر حالت ونه لری، ورته اسانه به وی، خو واقعیت دا دی چې لوستونکی د سختو کلمو او پېچلو ترکیبونو په هضم کې له لیکوال څخه مخکې نه وی، نه یوازې چې مخکې نه وی، بلکې یو ستر کړاو ورباندې تېرېږی.
دا اشنایی د څه لپاره ده؟ لیکوال فکر کوی چې لیکنه یا د وینا لیکنی چوکاټ د مکتوب غوندې یو تشریفاتی شی دی، که چېرته د وینا په څېر ساده ګی په کې وکړی، څوک به ورپورې وخاندی او په اثر به یې د یوه محلی او بې ګټې مضمون نوم وتپل شی.
په دې برخه کې درېیم لامل دا دی چې کله کله لیکوال خپله هم پوهېږې چې خپله موضوع او سرګذشت یې د شفاهی وینا په څېر روان، سلیس او عام فهمه نه دی، خو تر دې یې د ساده کولو یا له وینا سره د مساوی کولو په تخنیک نه پوهېږی او دا تخنیک یې په مخکې د اسانۍ د یوه ابزار په توګه نه، بلکې د یوې لومې په څېر پروت وی.
د لیکوالی اصول، په ځانګړی ډول د املا او انشاء رعایت هم ډېرو لیکوالو ته یو ستر خنډ دی او د رعایت پر مهال یې دوه زړی وی، کله چې لیک دود او د انشاء ځانګړنو ته ډېر دقیق شی، نو بیا محتوا ترې هېره وی او که هېره هم نه وی، ورباندې د پخوانی حاکمیت کچه یې را لوېږی.
د غوره لیکوالو یوه ځانګړنه دا ده چې د کلمو د اوډون له تخنیک سره ډېره طبیعی اشنایی لری، یعنې کلمات یې په ګوتو کې د مومو په څېر نرم او د هر ډول بدلون وړ وی، هر څه یې چې زړه وغواړی، د خپلې خوښې سره سم یې ترې جوړولی شی.هغه د شاعر خبره:
کله یو څه ترېنه جوړ کړی کله بل څه
ته به وایې زړه مې خټه یار کلال دی
د دری ژبی مشهور لیکوال خالد نویسا د لیکوالۍ په اړه په خپله یوه مرکه کې ویلی دی چې زموږ د نه لیکنې یوه ستونزه سپین کاغذ دی، سپین کاغذ د لیکوال پر وړاندې یو وحشتناک شی دی، که له دې کاغذ نه وورېده، نو توری او الفاظ هم ترې کډه کوی، دا چې هره لیکنه پیل او پای لری، زما لپاره سپین کاغذ د مناسب پیل او پای نه موندلو له اړخه ډېر وحشتناک دی، نه پوهېږم چې له کوم ځای څخه یې پیل کړم او چېرته یې پای ته ورسوم.
سپینه پاڼه رښتیا هم کله کله موږ ننګونی، کټ مټ د غېږ نېونې یا سوک وهنې د هغه میدان په څېر چې رقیب مو ورغلی او اوس زموږ د ورتګ انتظار باسی، څو په منډه میدان ته ورشو او پر وړاندې یې خپلو مینه والو او رقیب ته خپله وړتیا ثابته کړو. موږ وړتیا لرو، خو شکمن یوو او وېره را سره وی چې هسې نه رقیب مو تر موږ لا پیاوړی او له ګڼو تاکتیکونو سره اشنا وی، خبره په پایله کې زموږ پر ماتې تمامه شی، دلته سپینه پاڼه، قلم، لیکنۍ ژبه او زمان د لیکوال لپاره ننګونی توکی دی.
عادی وضعیت هم د لیکوالۍ د چاپېریال یو بل امتیاز دی، عادی وضعیت یا حالت خپله لوستونکی ته هم یو ډول درناوی دی، مخاطب یا لوستونکی دا حالت د وینا پر مهال په ښه ډول درک کولی شی حتی که یې درک نه کړی، پوښتنه کوی، ځان پوهوی، ویناوال اړ دی چې ځواب هم ورکړی، خو کله چې خبره بیا لیکنې ته اوړی، نو دا حالت په نا عادی یا که ساده ووایم په پېچلی حالت بدلېږی او نا اشنایۍ په یوه لویه کنده کې سرګردانه وی.
پیاوړی او د سبک خاوند لیکوال ارواښاد سعدالدین شپون به ویل: لیکوال دې نور وپاروی، خو د لیکلو په شېبه کې دې خپل احساسات کنټرول کړی، ځکه دده تخییل که پارېدلى حالت ولری. مثال یې هغه ترکاڼ(نجار) ته ورته دى چې د دروازې جوړولو په وخت یې لاس رېږدی.
پیاوړی ژبپوه او کره کتونکی استاد محمد اصف صمیم وایی چې موږ ډېر ښه نثر وایوو، خو ښه نثر نه شو لیکلی، ولې؟ دا پوښتنه رښتیا هم زموږ د لیکوالۍ په برخه کې جدی او د غور وړ ده . ډېر نالوستی کسان دی چې تر لوستو هغو ښې روانې او ساده خبرې کوی، خبرې یې اغېزناکې وی، که همدا خبرې یې کټ مټ ولیکل شی، نو ښایی ډېر روان او خوږ نثر ورڅخه جوړ شی.
د استاد د پوښتنې یو ځواب ښایی دا وی چې موږ څه وایوو هغه په دې نه لیکو چې ځان رسمی یا تشریفاتی کوو، خپله عامه وینا او محاوره راته رسمی ښکاری، د خبرو لیکنه راته د رسمی مکتوبونو غوندې ښکاری، غواړو چې باید پخوانی پاتې نه شو او چې هر څنګه وی ځان نا اشنا کړو.
ځینې لیکوال په دې نظر دی چې هر وینا وال لیکوال نه دی، وینا او لیکنه دوه بېلابېل مهارتونه دی چې دواړه په ډېرو کمو کسانو کې را ټول شوی دی، څنګه چې هر ښه ویناوال ښه لیکوال نه شی کېدای، همداسې هر لیکوال بیا ویناوال نه شی کېدای، یو څوک ښه لیکوالی کوی، خو د ستېج پر سر بیا د خپلې لیکنې په څېر روانې خبرې نه شی کولای. بې سوادی او د لیکوالۍ په برخه کې د معیاری او داسې کتابونو نشتوالی چې عملا یو چاته لیکنه ور وښیی او تش د تعریفونو ټولګې نه وی، یوه بله داسې ستونزه ده چې زموږ د لیکوالو شمېر یې کم او د ویناوالو زیات کړی دی.
سمه ده چې املا او انشاء خپل ځانګړی اصول لری او یو شمېر لیکوالو ته یې رعایت ګران ښکاری، ځینې کسان یې بیا یوازې د متن ځانګړنه بولی، خو حقیقت دا دی چې لیک نښې په خبرو او وینا کې هم کټ مټ رعایت کېږی، کوم کس چې روانه، فصیحه او زړه راښکوونکې وینا کړی، د مخاطب د پوهاوی او درک سره سمې او عادی خبرې کوی، ګرامری پېچلتیا په کې نه وی؛ نو ښکاره ده چې د لیک نښو رعایت یې کړی دی، ښایی زده یې هم نه وی، خو څوک چې له لیکوالۍ سره اشنا وی، نو په دغه پټ مهارت یې پوهېږی.
په پایله کې ویلی شوو چې دا یوه ستونزه ده، خو جدی ستونزه نه ده او حل کېدلای شی، دلته خبره د اډیو(غږ) او ټکسټ (متن) د همغاړی کولو ده، تجربو ثابته کړې چې که چېرته لوستی او غوره وینا وال کار له ټیټې کچې را پیل کړې، لیکنه د لویو مضامینو پر ځای له عادی او کوچنیو پراګرافونو را پیل کړی، ځان د هرې ورځې له لیکنې سره اشنا کړی، هره ورځ یو څه ولیکی، تمرین وکړی او کله کله خپله وینا په ګرامری او په ځانګړی ډول نحوی (د جملوی سکښت) له اړخه هم واوری؛ نو د یوه ښه لیکوال په توګه هم ځان را څرګندولای شی.
گهیځ