معماری
خانه / کتابخانه / تحلیل او تبصره / افغانستان د نورو تر مینځ سوداګریزه لاره؛ ملي ګټې په پام کې نیول اړین دي!

افغانستان د نورو تر مینځ سوداګریزه لاره؛ ملي ګټې په پام کې نیول اړین دي!

افغانستان د نړۍ په کچه یو له هغو هېوادونو دی، چې وچې پورې تړلی او داسې هېوادونه تر ډېره بریده بهرنۍ سوداګرۍ او راکړې ورکړې ته اړ وي، همدارنګه په تېر جمهوریت کې افغانستان ته د یوه مصرفي هېواد نوم هم ورکول کېده؛ ځکه چې اوږدو جنګونو او ناخوالو یې اکثره اقتصادي زېربناوې له منځه وړې وې او د سوداګرۍ ډېره اتکا یې هم په بهرنیو وارداتو وه.
د نړۍ په نقشه کې یوازې افغانستان هم ندی چې په وچه پورې تړلی او سمندر ته لاره نه لري، ګڼ داسې نور هېوادونه هم شته چې له ورته شرایطو سره لاس او ګرېوان دي، نو د داسې هېواد لپاره په کار ده، چې د خپلو شرایطو په پام کې نیولو سره خپلې بهرنۍ اړیکې او سوداګریزه راکړه ورکړه داسې تنظیم کړي چې د نړۍ لویو سوداګریزو مارکیټونو ته لاره ولري او له نورو هېوادو سره یې سوداګریزه راکړه ورکړه په درستو اصولو او قوانینو ولاړه وي.
یو ډول سوداګري بیا دا هم ده چې یو هېواد د دوه یا څو نورو بهرنيو هېوادو لپاره د بهرنیو توکو د لېږد_رالېږد پُل جوړېږي او د خپلو یو شمېر ګټو په پام کې نیولو لپاره د دوو یا څو نورو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي معاملاتو د نښلوونکي رول لوبوي. افغانستان هم د خپل جغرافیایي موقعیت له مخې په وچه پورې نښتی یو هېواد دی چې کولای شي د سیمي د څو نورو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو لپاره د یوه پله حیثیت غوره کړي. په همدې لړ کې ده چې تازه له ګاونډي ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې بل ګاونډي پاکستان ته د ارزانه ګازو واردات پیل شوي دي.
د راپورونو له مخې د اوبلن ګاز دغه صادرات او واردات به د کندهار سپین بولدک له لارې پاکستان ته ترسره کېږي، چې تازه پر دغې لارې درې ټانکرونه پاکستان ته رسېدلي دي.
که څه هم پخوا تر دې پاکستان خپل د اړتیا وړ نفتي مواد د ایران خاورې له لارې لېږدول خو اوس د دواړو هېوادو( ترکمنستان او پاکستان) چارواکو ویلي دي چې د افغان خاورې پر لار باندې د ایران په پرتله دوی ته تېل ۲۵ سلنه ارزانه او څو چنده په لوړ کېفیت رسېږي.
د افغانستان-پاکستان او ترکمنستان د دغه درې اړخېزې سوداګرۍ او راکړې ورکړې په اړه دلته د ډېرو افغانانو په ذهن کې ګڼ شمېر مبهماتو ځای نیولی؛ ځکه متأسفانه پاکستان د افغانستان هغه ګاونډۍ هېواد دی چې د افغانستان او افغانانو پر وړاندې یې ثابته پالیسي نده درلودلې.
د بشري حقوقو د محرومولو له لارې د افغانانو ځپل، په افغاني ټولنه کې وېره او دهشت خپرول، قومي تعصباتو ته لمن وهل، د افراطیت په نامه له عامو افغانانو سره دښمني او په زرګونو نورې داسې کړنې چې له عام افغان ولس سره د پاکستان منافقانه سیاست په ډاګه کوي، ددې ښکارندویي کوي چې متأسفانه پاکستان د افغانستان لپاره تر یوه ورور او مسلمان ګاونډي هېواد زیات، د یوه رقیب او دښمن هېواد بڼه لري.
اوس دې ټولو ته په کتو سره پوښتنه دا ده چې له داسې یوه هېواد سره په دومره اخلاص د یوې لویې سوداګریزې پروژې تړون لاسلیک به څومره زمونږ په ګټه وي؟ او آیا که دا هېواد په پورته مواصفاتو سره له ترکمنستان سره د افغانستان خاورې له لارې ونښلول شي او اجازه ورکړل شي چې زمونږ له خاورې د یوه نښلوونکي پله په څېر استفاده وکړي او له نورو سره یې اقتصادي اړیکې وغځیږي، په کوم قیمت به مونږ ته تمامه شي او په راتلونکې کې به یې پایلې څه وړ وي؟
پدې هم سوچ په کار دی چې هسې نه اوسنی سرپرست افغان حکومت د دې مکار دښمن په نرمې خولې غولېدلی وي او د پاکستاني چارواکو ماهرانه سیاستونو د دې چارې زمینه برابره کړې وي.
که څه هم د اوسني سرپرست افغان حکومت بهرنی سیاست او اقتصادي کړنلارې په اکثرو برخو کې د ډاډ وړ دي، خو د دې سره سره اندېښنه داده چې له ترکمنستان او د منځنۍ آسیا له نورو شتمنو هېوادو سره به د دغه ګاونډي په نښلولو کې مونږ ګټه وکړو که تاوان؟ ځکه متأسفانه تېرو ترخو تجربو او د دغه ګاونډي هېواد اوسني پاشلي سیاست ته په کتو سړی نشي کولای له دغه اړخه ډېر ډاډه اوسي.
عام افغان ولس پدې نظر هم دی چې که پدې سوداګریز مینځګړیتوب کې د افغانستان کومه ملموسه او د پاملرنې وړ ګټه په پام کې نه وي نیول شوې او پاکستان په سیمه ییزه او نړیواله کچه ژمنه نه وي کړې، بیا غوره ده چې د دې اقتصادي لارې په ورکړه بیا تجدید نظر وشي؛ ځکه هغه ګاونډی چې په تاریخي لحاظ یې د افغانانو پر هډونو ماڼۍ ودانې کړې، اوس باید خپلو شومو موخو ته د رسېدنې لپاره آزاد لاس پرې نښودل شي.
دا هم د پاملرنې وړ ده چې پاکستاني چاواکو د دې ټرانزیتي لارې په اړه ویلي چې له منځنۍ آسیا څخه پاکستان ته د نفتو او ګازو د صادراتو په لار کې باید هېڅ ډول خنډ او ځنډ رامینځ ته نشي، خو د افغانستان حکومت او ولس ته باید د خپل هېواد او ولس ملي ګټې تر هرڅه لومړیتوب ولري او پرېنږدي چې د ولس ملي ګټې مو بیا د مکار ګاونډي د توطیو او دسیسو ښکار شي.
طبیعي ده چې افغانستان د بل هر خپلواک هېواد په څېر ځان ته لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې لري او باید له ګاونډیانو او نړیوالو سره په هر ډول تعامل او راکړه ورکړه کې دغه ګټې په پام کې وساتل شي او هغو ته لومړیتوب ورکړل شي.
متأسفانه تېر ته په کتو پاکستان تر یوه ګاونډي زیات له افغانستان سره د یوه رقیب تعامل کړی او آن د افغانستان له شتمنیو نه وړیا ګټه اخیستل یې هم خپل حق ګڼلی، ځکه نو باید افغان لوری پدې ټرانزیتي سوداګریزه معامله کې له احتیاط او دقت څخه کار واخلي.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس