د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د یو پلاوی په مشرۍ پاکستان ته تللی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۶ نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتی مسوولینو رسنیو ته په استولی خبرپاڼه کې ویلی، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقی د یوه پلاوی په مشرۍ تېره ورځ د پاکستان پلازمېنې اسلام‌آباد ته تللی دی.
د دغې وزارت مرستیال ویاند ویلی، چې وزیر به په‌ دې سفر کې د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزو سیاسی_تجارتی اړیکو، سیمه‌ ییز ثبات او ټرانزیټ په اړه پاکستانی لوری سره خبرې وکړی.
د دوی په وینا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر به د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړی او د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیران به دوه اړخیزې خبرې هم ولری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.