معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لغمان کې د ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت د ۵ پروژو چارې پیل او د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوه

لغمان کې د ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت د ۵ پروژو چارې پیل او د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په دغه ولایت کې د مهترلام ښاروالۍ په لګښت د مرکز اړوند بېلابېلو سیمو کې د ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانیو په ارزښت د پنځو انکشافي پروژو چارې پیل او د بنسټ ډبرې یې کېښودل شوه.
د لغمان ولایتي ادارې ویلي، په یادو پروژو ۳ میلیونه او ۶ لکه افغانۍ لګښت راځي چې د موټرو تم ځای، پلچکونه، پلې لارې، د ویالو سنګ کاري او د فاتحه خواني خونې بیا جوړونې په کې شاملې دي.
د خبر له مخې دغه پروژې چارې چې اوس په کې ۲۵۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې، د پنځو میاشتو په موده کې به بشپړې شي.
د دغه ولایت والي د پروژې تطبیق کوونکي شرکت او مهترلام ښاروال ته سپارښتنې وکړې، چې د پروژې په پلي کولو کې له پوره دقت څخه کار واخلي او کارونه یې په خپل وخت خلاص کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې یادو چارو کې دې چاته د درغلۍ او فساد اجازه ورنه کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس