معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / مسوولین تورخم کې د ترمينل تر جوړېدو وروسته عایداتو کې د ۶۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي

مسوولین تورخم کې د ترمينل تر جوړېدو وروسته عایداتو کې د ۶۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۶ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تورخم ترمینل آمر ویلي، چې د تورخم ترمینل د هېواد په کچه یو رسمي او معیاري ترمینل دی، چې تر رغېدو وروسته د دغې برخې څخه د عایداتو کچه له لس سلنې اویا سلنې ته لوړه شوې ده.
د ده په خبره یاد ټول عواید په منظم ډول د دولت خزانې ته سپارل کیږي.
نوموړي خپلو خبرو کې د دغې لارې موټر چلوونکو ته خپله برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې ترمینل کې ټول اړونده سهولتونه د موټرچلونکو لپاره برابر شوي او د یو شمېر نورو سهولتونو په رامنځته کولو کار روان دی.
د دغې لارې موټر چلوونکو هم خوښي ښودلې، چې پخوا به په پاشلي بڼه بېلابېلو ځایونو کې درېدل، خو اوس ورته اسانتیاوې زیاتې شوي او ټولې موټرې یې ياد دولتي ترمینل کې په مصوون ډول ودریږي.
مسوولین وایي، هڅه کوي چې یاد ترمینل کې د موټر چلوونکو لپاره نور د اړتیا وړ سهولتونه او اسانتیاوې هم رامنځته کړي.
تورخم ترمينل چې په معياري او اساسي ډول د دولت له لوري رغول شوی، اوس په کې په یو وخت تر ۲زرو ډېر لوی او کوچني موټرې ځاییږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس