معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د بشري حقونو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر دوام اندېښمن دی

د بشري حقونو سازمان افغانستان کې د بشري حقونو د ناورین پر دوام اندېښمن دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۷ نېټه):
د راپورونو له مخې د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان که څه هم د رسنیو له سرخطه لوېدلی، خو د سازمان په خبره دې هېواد کې لا هم د بشري حقونو ناورین دوام لري.
د یاد سازمان د آسیايي څانګې مرستیالې پاټریشیا ګاسمن ويلي، د افغانستان له دریو دوه برخې وګړي اوسمهال له غذايي ناامنۍ سره لاس او ګرېوان دي، چې په دې ډله کې له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ ۸ لکه ۷۵ زره ماشومان هم شامل دي.
د نوموړې په وینا، د دغې ګواښ لویه برخه ښځو او نجونو ته مخامخ ده.
ګاسمن زیاته کړې، د افغانستان روان بحران د ملګرو ملتونو غاړې ته دوه مهم مسوولیتونه اچوي.
یو دا چې بې‌ وزلو افغانانو ته د مرستو رسول یقیني کړي او ورسره سم پر سرپرست حکومت فشار راوړي، څو د بشري حقونو څخه خپلو سرغړونو ته د پای ټکی کېږدي.
سرپرست افغان حکومت بیا د فشارونو راوړل بې اغېزې بللي او د اسلام په چوکاټ کې یې د ټولو بشري حقونو ورکړې ته سینه ډبولې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس