افغانستان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق له خوا د شهید ژورنالیست، لیکوال او شنونکی احمد وحید مژده له کورنۍ سره نغدی مرسته وشوه

د افغانستان ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق له خوا د شهید ژورنالیست، لیکوال او شنونکی احمد وحید مژده له کورنۍ سره نغدی مرسته وشوه.

د افغانستان د ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق او ګهیځ لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې یو ګډ پلاوی د چهار شنبې په ورځ د لیندۍ په شلمه نېټه د هېواد د نوم وتی ژورنالیست، لیکوال او سیاسی چارو شنونکی شهید احمد وحید مژده د کورنۍغړیو او وارثینو ته د فاتحې لپاره د هغه شهید کور ته ولاړ او تر فاتحې او غمرازۍ وروسته یې د نوموړی شهید له کورنۍ سره د ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق له خوا اټکل شوې نغدی مرسته، د هغه کورنۍ ته تسلیم کړه.

په یاد پلاوی کې د افغانستان د ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق رئیس محمد آصف وردګ، د مسیر ورځپاڼې مسؤول مدیر او د پوهنتون استاذ اسد الله وحیدی، د ګهیځ لیکوالو  او ژورنالیستانو ټولنې رئیس او د پوهنتون استا‌ذ سردار محمد دیندار خیل او د ګهیځ ټولنې د اړیکو مسؤول احمدضیاء رحیمزی ګډون درلود چې د شهید احمد وحید مژده له زوی احمد جاهد مژده سره یې وکتل او د شهید روح ته یې د دعا او فاتحې تر څنګ، د صندوق د ادارې له خوا اټکل شوې نغدی مرسته (سل زره افغانۍ) هغه ته وسپارلې.

په یاده ناسته کې د افغانستان د ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق رئیس محمد آصف وردګ د شهید مژده د رسنیزو بحثونو یادونه وکړه او د هغه د جرات او علمیت ستاینه یې وکړه.

همدارنګه د شهید وحید مژده یوازینی زوی احمد جاهد مژده ته یې د یوه مشر په توګه سپارښتنه وکړه چې د خپل پلار نیمګړی ارمانونه پوره او د خپلو علمی زده کړو له لارې هېواد ته د خدمت مصدر وګرځی.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د لیندۍ په اوومه نېټه، د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې له خوا د شهید احمد وحید مژده په یاد یوه یاد غونډه جوړه شوې وه چې په ترڅ کې یې د افغانستان د ژورنالیستانو د مالی ملاتړ صندوق رئیس محمد آصف وردګ په هماغه سټیج د خپلې وینا په ترڅ کې د شهید مژده له کورنۍ سره د مالی ملاتړ ژمنه کړې وه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.