معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / تېرو څلورو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳ تنه مړه شوي

تېرو څلورو ورځو کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳ تنه مړه شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ويلي، د تېرو څلورو ورځو پرمهال د هېواد په ۹ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.
د خبر له مخې د بدخشان سیمه ییز. چارواکو په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو له امله د درېیو کسانو د مړه کېدو او څلور نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
په همدې حال کې د بدخشان_تخار د لويې لارې يو شمېر مسافر وايي، تېر یوه_شپه ورځ دغه لويه لاره د سېلابونو له امله د ترافيکو پر مخ تړل شوې وه.
د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د هېواد په نهو ولايتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې درې زره جريبه کرنيزه ځمکه او ٥٦ د استوګنې کورونه په بشپړه او جزوي توګه ويجاړ شوي دي.

ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس