معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د پکتیکا ښرنه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سرک جوړېدو چارې پیل شوې

د پکتیکا ښرنه کې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه فرعي سرک جوړېدو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پکتیکا ولایت مرکز ښرنه ښار کې د یوه فرعي سرک چارې د پکتیکا والي له لوري د پټۍ په پرې کولو سره پیل شوې.
د ښار لوېدیځې څنډې ته د غزني او کټواز عمومي سرکونو نښلونکي سرک د جوړېدو چارې تېره ورځ رسمآ پیل شوې، چې د دې ولایت څو تنو شخصي تجارانو له لوري د ښاروالي ریاست په همکارۍ په پاخه او اساسي ډول جوړیږي.
د سرک جوړېدو د پیل په مراسمو کې د پکتیکا والي ترڅنګ، د ښرنې ښاروال، د بېلابېلو ملکي ادارو مسوولینو او د ښرنې تجارانو برخه لرله.
یاد سرک ته نېږدې د مارکېټونو مالکین چې د دې سرک جوړولو ته یې مټې بډوهلې وایي، د دوو میاشتو په موده کې به د کټواز او غزني عمومي سرکونو نښلونکي سرک چارې د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت، په پاخه او اساسي ډول، د اسیا ارګونوال قراردادي شرکت له لوري په سم او لوړ کېفیت پشپړوي.
د یادونې ده چې ښرنې ښاروالي ریاست په دې وروستیو کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار اړوند بېلابېلې پروژې پیل کړې
چې ځینې یې بشپړې شوې او ځینې نورې به یې په راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس