معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان په اړه غونډه کوي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستان په اړه غونډه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۳مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روانې زېږدیز کال د جون میاشتې په پای کې د افغانستان په اړه غونډه جوړوي.
په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي اماراتو سفیرې لانا نسیبه په یوه کنفرانس کې ویلي، چې دغه غونډه به د جون پر ۲۱مه نېټه جوړه شي.
متحده عرب امارات به دغه میاشت کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي.
نسیبه زیاته کړې، امارات به د امنیت شورا د غړي او دوره يي مشر په توګه هڅه وکړي، چې د افغانستان په اړه د هېوادونو همغږي لا پیاوړې شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس