معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د کرنې وزارت وایي، له افغانستانه بهر ته د غنمو د قاچاق مخه نیول شوې

د کرنې وزارت وایي، له افغانستانه بهر ته د غنمو د قاچاق مخه نیول شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۴مه نېټه):
د راپورونو له مخې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، اداري او مالي مرستیال د رییس الوزرا له ځای ناستي سره کتنه کې ویلي، چې له افغانستانه یې بهر ته د غنمو د قاچاق بشپړ مخنیوی کړی.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ویلي، د هېواد په کچه د غنمو د زېرمو جوړولو پر پلان کار روان دی، چې په بشپړېدو سره به یې هېواد ته د اوړو د وارداتو کچه راټیټه شي.
هغه زیاته کړې، چې په ټول هېواد کې یې پر کروندګرو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي او دغه راز یې د اوبو د ګڼ شمېر سربندونو په جوړولو کار روان کړی، چې په بشپړېدو سره به یې د کروندګرو د اوبو لګولو ستونزه هم هواره شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس