معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / نیمروز کې څه باندې ۵ سوه حکومتي ځمکه تثبیت شوه

نیمروز کې څه باندې ۵ سوه حکومتي ځمکه تثبیت شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر پر اساس، مسوولینو د نیمروز ولایت د زرنج ښار سویل لویدیځ ته په خوابګاه کلي کې د حکومتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بیا راګرځېدلو د تخنیکي کمېټې لخوا د څه باندې ۵ سوه جریبه ځمکې د تثبیت او تصفیې خبر ورکړ.
د خبر له مخې د حکومتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بیا راګرځېدلو د تخنیکي کمېټې د عملیاتي پلان له مخې، ۵۶۸ جریبه ځمکه د املاکو د دفترونو او کادستري نقشې له مخې تثبيت او جلا شوه.
مسوولینو زیاته کړې، هغه کسان چې د تثبیت شویو ځمکو په سیمو کې دعوا لري، کولای شي چې د یکشنبې او سې شنبې ورځو کې خپل اسناد د عدلیې ریاست د امارتي قضایایو آمریت ته د څېړلو په موخه وسپاري.
د یادونې وړ ده، چې د هېواد په مختلفو ولایاتو کې د دغې کمېټې له جوړېدو وروسته مسوولینو د زرګونه جریبه حکومتي ځمکو د بیا راګرځېدو راپورونه ورکړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس