معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي برېښنا بند څخه لیدنه کړې

د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي برېښنا بند څخه لیدنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۶مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او برېښنا وزارت او د ۷۷ ترکي شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي برېښنا د لومړي او دوهم بند له ساحو څخه لیدنه وکړه.
د خبر له مخې د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ معینیت او د ۷۷ ترکي ودانیز شرکت تخنیکي ټیمونو د سروبي برېښنا لومړي او دوهم بند له ساحو څخه د مخکیني هوکړه لیک پر بنسټ چې د دې وزارت او د یاد شرکت ترمنځ لاسلیک شوی و، لیدنه وکړه.
د ابو او انرژۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یادو ساحو څخه د لیدنې پرمهال، د اوبو او برېښنا وزارت د انرژۍ برنامو رییس انجنیر فرهاد محمودي او ورسره مل د انرژۍ معینیت تخنیکي ټیم، د ۷۷ ترکي شرکت استازی بوراک اونسال او ورسره مل تخنیکي ټیم، د یادې پروژې د چارو د پیل په موخه خپلې ارزونې ترسره کړې.
د هغه هوکړه لیک پر بنسټ چې د اوبو او او برېښنا وزارت او د ترکیې هېواد د ۷۷ ودانیز شرکت ترمنځ لاسلیک شوی، یاد شرکت خپلې څېړنې بشپړې او د اوبو او برېښنا وزارت ته یې سپارلې، چې د تخنیکي او اقتصادي څېړنو د وروستي کولو لپاره یې کار دوام لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس