معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لوګر کې څه باندې ٥ زره زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

لوګر کې څه باندې ٥ زره زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د لوګر پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دې ولایت مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ته څه باندې ٥ زره زده کوونکو سره د درسي موادو مرسته وشوه.
د پوهنې ریاست ویاند ویلي، چې دغه مرسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونسېف لخوا د دې ولایت ۲۷۶ ښوونځیو له ۵ زره ۴۲۰ زده کوونکو سره شوي، چې په کې لس قلمه اړین درسي توکي شامل دي.
خبر زیاتوي، چې پر دغې برخې شاوخوا ۲۳ زره امریکایي ډالره ارزښت راغلی.
د مسوولینو په وینا دې مرسته کې ۲۷۱ کیټه درسي توکي شامل دي، چې له لومړي څخه تر شپږم ټولګي زده کوونکو ته به وېشل کيږي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس