معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کانال پر خپلې ځمکې غیر قانوني جوړ کورونه له منځه یوړل

ننګرهار کانال پر خپلې ځمکې غیر قانوني جوړ کورونه له منځه یوړل

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د یاد کانال پر ځمکې د غیر مسووله اشخاصو ۱۱ کورونه د هډې فارم آمریت اړوند حفاظې سیمه کې د دوه نیمو لسیزو راهیسي جوړ شوي وو.
خبر زیاتوي چې د یادو کورونو له ډلې پنځه کورونه يې وران شول، شپږ کورونه يې څو ورځې وړاندې وران شوي او پاتې لس کورونه به يې هم په نږدې ورځو کې له منځه یوړل شي.
د ننګرهار کانال شرکت مطبوعاتي مسوولینو زیاته کړې، د حفاظې په نوم دغه ساحه د کانال د جوړېدو سره جوړه شوې وه، چې په کې د نباتي امراضو او افاتو ضد درمل ساتل کېده.
د کانال شرکت مسوولینو په وینا، د کانال په هر فارم او هر ځای کې چې غیر قانوني کورونه جوړ وي، ټولو ته یې وړاندې څخه له بېلابېلو لارو خبرتیاوې ورکړي، چې د کانال یادې ځمکې پرېږدي.
دوی وایي، هغوي چې پرې کورونه ابادې کړي، د پلان سره سم به يې کورونه ړنګ او یادې ساحې به ترې پاکې شي.
د تېر یو کال راهسې د ننګرهار کانال شرکت ۱۵ سوه جریبه خپله ځمکه له غصبه بېرته راګرځولې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس