معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / لویدیځ نورستان کې سیلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

لویدیځ نورستان کې سیلابونو درانه مالي زیانونه اړولي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۲مه نېټه):
د نورستان ولايت مسوولين وايي، د دغه ولایت په منډول او دواب ولسوالیو کې سختو بارانونو د شدید اورښت او سیلابونو له امله ځایي خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.
نورستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولينو ويلي، چې د دغه ولایت د لوېدیځ نورستان په منډول او دواب ولسوالیو کې سېلابونو درې عرادې موټرې، غواګانې، بزي او په لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه وړې او یو روغتیایي مرکز او یو شمير کورونه یې هم تخریب کړي دي.
د یاد ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس په منډول او دواب ولسوالیو کې له خپل اړخه د پوره چمتوالی ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې سیمې ته به ډېر ژر خپل ټیمونه د مرستو رسولو په موخه ولېږلي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس