معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې دې ځنډول شوې پروژې بېرته پيل کړي

سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې دې ځنډول شوې پروژې بېرته پيل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې د بشري ناوړه وضعیت د له منځه وړلو لپاره دې ځنډول شوې پروژې بیا پيل کړي.
سره صلیب پر نړیوالې ټولنې او پر هغو بنسټونو چې پرمختیايي کارونه کوي، غږ کړی چې افغانستان کې د بشري وضعیت د لانورې خرابۍ مخنیوي لپاره دې هېواد کې پانګونه له سره پیل کړي.
د خبر له مخې ياده نړیواله کمېټه چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د خېر_ښیګڼې کارونه کوي وايي، افغانستان کې بشري وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره پر اوږد مهالو لارو چارو غور وشي.
سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د یوې حل لارې په توګه دې ځنډول شوې اساسي پروژې له سره پيل کړي، دغه راز دې دولتونه او پرمختیايي بنسټونه د افغانستان لر او بر کې په مهمو بنسټيزو پروژو کې پانګونه وکړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس