کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۳۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه د بندو دروازو ترشا له سلا مشورو وروسته په پرانیستې غونډه کې بحث وکړی.
د خبر له مخې په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او په کابل کې د یاد سازمان د مرستندوی دفتر یوناما مشره روزا اوتونبایووا او د افغانستان د مدنی ټولنې یوه استازې د روان وضعیت په اړه معلومات ورکړی.
همدا راز په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ د ادارې یا اوچا استازی به هم غونډې ته ویناوې وکړی.
په افغانستان کې بشری حقونه، په تېره د نجونو او ښځو تعلیم او کار بله هغه مسله ده چې د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې به خبرې پرې وشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ