د نورحیم عاطف په هکله د ګهیځ اعلامیه

 

په خواشینۍ سره خبر شوو چې په کندوز کې د کیهان په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مدیر نور رحیم عاطف ددې ولایت د ابدان په سیمه کې د مخالفو وسله والو له لخوا نیول شوی دی او تر اوسه یې برخلیک معلوم ندی.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حساس وخت کې چې یوې خواته ته سولې ته رسېدل تر هر وخت زیات نژدې شوی دی او کېدای شی په نژدې راتلونکې کې بین الافغانی مستقیمې خبرې اترې پیل شی په داسې وخت کې دا ډول کړنه سمه نه ګڼی، هیله لری چې نوموړی ژورنالیست ژر تر ژره او په خوندی توګه له بنده آزاد کړای شی. ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ټولو ښکیلو لوریو غږ کوی تر څو په داسې کړنو لاس پورې نکړی چې یوې خواته د بیان او رسنیو آزادۍ ته ګواښ ګڼل کېږی او بل لوری ته د سولې روانې پروسې ته زیان رسولای شی او د بې اعتمادۍ او بې باورۍ فضا کړکیچنه کوی.

سردارمحمد دیندارخېل

د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې مشر

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.