معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د تېرو ۶ میاشتو پرمهال د ۶ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

د تېرو ۶ میاشتو پرمهال د ۶ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت توکي بهر ته صادر شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۶ سوه میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، دغه اندازه صادرات یوازې پاکستان سره شوي دي.
د خصوصي سکټور غړي وايي، چې د دې صادراتو ډېره برخه وچه مېوه، غالۍ، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې جوړوي.
دوی زیاتوي چې ورځ تر بلې د هېواد صادرات د پراختیا په حال کې دي.
په ورته وخت کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په روان کال کې له پاکستان سره سوداګري او د صادراتو بهیر په منظم ډول پر مخ روانه دی.
دوی زیاتوي چې د دواړو هېوادو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لپاره دې هڅې ګړندۍ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس