معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / بلوچستان کې د پاکستاني پوځ دوه افسران وژل شوي او یو بل ټپی دی

بلوچستان کې د پاکستاني پوځ دوه افسران وژل شوي او یو بل ټپی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې د دغه هېواد پوځ ويلي، د بلوچستان ایالت بلور سیمه کې د پاکستاني پوځ دوه افسران وژل شوي دي او یو بل پوځي زخمي شوی دی.
د دې هېواد پوځ زیاتوي، چې دوی په یاده سیمه کې په عملیاتو بوخت و، چې برید پرې شوی دی.
وړمه ورځ هم د بلوچستان په شیراني سیمه کې د پاکستاني ځواکونو پر پوسته وسلوال برید شوی و، چې برید کې څلور عسکر وژل شوي وو؛ دا عملیات د دې برید په ځواب کې شوي و.
د دې برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی، خو د پاکستان پر پوځ او عسکرو ورستیو کې د پاکستاني طـ.البانو تحریک بریدونه ډېر کړی دي او دې سیمو کې پاکستاني طالـ.ـبان پراخ حضور لري.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس