معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / هلمند کې اووه تنه انسان تښتوونکي نیول شوي

هلمند کې اووه تنه انسان تښتوونکي نیول شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د دغه ولایت چارواکو ویلي، چې تېره ورځ یې په موسیٰ قلعه ولسوالۍ کې اووه تنه انسان تښتوونکي، چې د نعمت الله په نوم یو تن یې د باباجي ولسوالۍ څخه اختطاف کړی و، ونیول.
د خبر پر بنسټ دغو انسان تښتوونکو د یاد کس د خوشې کولو پۀ بدل کې د نوموړي له قریبانو څخه د زیاتو پیسو غوښتنه کړې وه.
امنیتي مسوولینو ویلي، چې دغه انسان تښتوونکي د موسیٰ قلعه ولسوالۍ امنیتي ځواکونو د یو لړ کشفي معلوماتو پر اساس د ځانګړو عملیاتو پر مهال نیولي دي.
دوی زیاتوي، چې نعمت الله په نوم تښتول شوی کس هم د دغو تښتوونکو له منګولو ازاد شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس